تير کال افغانستان له ايران څخه د ۳ ميليارده ډالرو په اندازه سوداګري کړې

د طالبانو تر واک لاندي د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسؤلين وايي، چي د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه په ۲۰۲۴ ميلادي کال کي درې میلیارده او ۳۰۰ میلیون ډالره وه، چي په دغه برخه کښي ۵۵ میلیون ډالره صادرات او درې میلیارده او ۳۱۱ میلیون ډالره واردات و.
په ورته وخت کي ايراني رسنيو هم خبر ورکړی، چي په ۲۰۲۴ ميلادي کال کي ايران د ۲.۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت غیرنفتي توکي افغانستان ته صادر کړي دي. د ايراني رسنيو په حواله چي افغانستان په دې موده کي د ایران پنځم لوی صادراتي هدف هېواد و.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *