کندهار ښاريانو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي تېره شپه د کندهار پر فضا باندي تر درې ساعته ډېر بې پيلوټه الوتکه د کندهار په فضا باندي ګرځېدلې ده.
د هغوی په خبره چي دا لومړی ځل نه دئ، بلکي په دوامداره توګه په مياشت کي څوځله بې پيلوټه الوتکه د کندهار پر فضا باندي ګرځي.
بايد وويل سي، چي د کندهار د ط..البانو ادارو تر اوسه پوري د کندهار پر فضا باندي د بې پيلوټه الوتکو د ګرځېدو په اړه څه نه دي ويلي، په داسي حال کي چي د ط..البانو مشر م.لا هب.ت الله هم په کندهار کي اوسېږي.