تېره شپه په باجوړ کي پاکستاني پوځ څلور وسله وال وژلي او ۱۲ نور ئې ټپيان کړي


پاکستاني رسنيو خبر وکړی، چي پاکستاني پوځيانو د ځانګړو عملياتو پرمهال د خېبرپښتونخوا ايالت په باجوړ سيمه کي څلور وسله وال وژلي او ۱۲ تنه نور ئې ټپيان کړي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼي د چهارشنبې په ورځ، ليکلی، چي تېره شپه پاکستاني پوځيانو دغه عمليات د سربکف په نوم تر سره کړی دي.
ډان ورځپاڼي زياتوي چي په يادو عملياتو کي پاکستاني پوځيانو لس وسله وال جنګيالي ژوندي نيولي او همدارنګه اته ملکي کسان چي ښځي او کوچنيان هم په کښي شامل دي ټپي سوي دي