د چهارشنبې په ماخستن ناوخته بې پيلوټه الوتکو د خوست ولايت د سپېرې ولسوالۍ په سورکاخ کلي، د ننګرهار ولایت د شينوارو ولسوالۍ د ۲۸ ويالې په سيمه کي او د کنړ ولايت اړوند د ډیورنډ په کرښه پرتو ولسوالیو دانګام، سرکاڼو او مروره کي بمبار کړی.
د يادو سيمو څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي چي د بې پيلوټه الوتکو په دغه برید کي دوه کوچنيان وژل سوي، دوه کوچنيان ورک سوي او يوه ښځه او شپږ کوچنيان نور ټپيان سوي دي.
د دغه بريد مسؤليت کومي ډلي پر غاړه نه دئ اخيستی خو باوري سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د ملکي کسانو پر کورونو دغه بريد د پاکستان بې پيلوټه الوتکو کړی دئ؛ خو پاکستان په رسمي ډول د دغه بريد په اړه څه نه دي ويلي.
بلخوا يو شمېر پاکستاني رسنيو بيا ادعا کړې، چي د پاکستان بې پيلوټه الوتکو په افغانستان کي د يورنډ فرضي کرښي ته نژدي د تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) امن ځايونه په نښه کړي دي.
د افغانستان ط..البانو د دغه بريد په اړه چپه خوله پاته دي او تر اوسه پوري ئې هېڅ نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي دوې ورځي وړاندي د ط..البانو د دفاع وزير م.لا يعقوب د بي بي سي راډيو سره په مرکه کي ويلي و، چي د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړيکي خرابي او دوی ورڅخه خوشاله نه دي. د هغه تر څرګندونو دوې ورځي وروسته د پاکستان بې پيلوټه الوتکو د افغانستان په خوست، ننګرهار او کنړ کي د ملکي خلګو کورونه بمبار کړي.