تېره ورځ د ايران او پاکستان څخه نژدې ۲ زره د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي

د ط..البانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدني عالي کمېسیون د پنج شنبې په ورځ اعلان کړی چي پرون له ایران او پاکستان څخه ۱۹۷۸ د افغان کډوالو کورنۍ، چي ټولیز شمېر ئې ۱۰ زره او ۶۳۷ کسانو ته رسېږي، افغانستان ته بېرته راستانه سوي دي.
د ياد کمېسیون په خبرپاڼه کي ویل سوي چي له دغو راستنو سوو کورنیو څخه ۱۲۸۷ ئې د کندهار د سپین بولدک له لاري، ۴۷۲ د ننګرهار تورخم له لاري، ۱۲۵ د هلمند بهرامچې له لاري د پاکستان څخه او ۴۸ د هرات اسلام‌کلا بندر له لاري او ۴۶ کورنۍ د ورېښمو پله له لاري د‌ ايران څخه خپل هيواد ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي دغو کورنیو ته د بېړنیو مرستو، خوراکي توکو او لومړنیو اړتیاوو اسانتیاوي برابري سوي دي، څو د خپل ژوند نوي پيل ته چمتو سي.
بايد وويل سي چي په دې وروستيو کي له ګاونډیو هیوادونو په خاص ډول د پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ چټکه سوې او هره ورځ زرګونه کسان مجبوره کېږي چي خپل هیواد ته راستانه سي.