د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ویل سوي دي، چي د چهارشنبې په ورځ د ايران څخه ۴۹۸۰ کورنۍ د اسلام کلا او ابريشم پله د لاري افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي ۳۸۵۰ کورنۍ د اسلام کلا د لاري او ۱۱۳۰ نوري کورنۍ د ابریشم پل د لاري افغانستان ته راغلي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه د افغان کډوال د ايران څخه په زور ایستل سوي او افغانستان ته راغلي دي.
دغه راز د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په يوه جلا خبرپاڼه کي ويلي دي، چي په همدا ورځ باندي ۲۲۸ د افغان کډوالو کورنۍ د سپين بولدک او تورخم د لاري دپاکستان څخه افغانستان ته راغلي، چی تر ثبت او راجستر وروسته خپلو سيمو ته لېږدول سوي دي.
بايد وويل سي، چي ايران په تېرو څو ورځو کي په زرګونه افغان کډوال د خپلي خاروي څخه په زور او جبر ايستلي او افغانستان ته ئې لېږلي دي. دغه افغان کډوال د ايران څخه پر داسي مهال افغانستان ته راځي، چي شتمني او د کور ټول وسايل او توکي ئې په ايران کي پاته سوي او دلته افغانستان کي د زياتو ستونزو سره مخ دي. د بشر د حقونو نړۍوالو سازمانونو د ایران د دولت څخه غوښتي چي د افغان کډوالو د ايستلو پر مهال دي د کډوالۍ نړۍوال اصول په پام کي ونيسي او انساني کرامت ته دي ژمن پاته سي.