تېره ورځ د پاکستان د زندانونو څخه ۲۶ تنه زندانيان ازاد او کندهار ته راغلي

د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو د رياست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د يکشنبې په ورځ د پاکستان د زندانونو څخه ۲۶ تنه د افغان کډوال ازاد سوي او د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه افغان کډوال تر ثبت او راجستر وروسته خپل اصلي سيمو ته لېږدول سوي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه افغان کډوالو په یاد هیواد کي د اوسېدو اسناد هم درلودل، خو بیا هم پاکستاني پولیسو نیولي وه او تر اوو ورځو پوري ئې بندیان کړي وو، چي د يکشنبې په ورځ ازاد سوي او د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي يو ان ايچ سي ار په خپل تازه راپور کي ويلي دي، چي د ۲۰۲۳ ميلادي کال راهيسي د پاکستان او ايران څخه ۳.۵ ميليونه افغان کډوال په خپله خوښه او يا هم په جبري توګه د دغو هيوادنو څخه شړل سوي او افغانستان ته راغلي دي.