د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د دوشنبې په ورځ په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د يکشنبې په ورځ د پاکستان او ايران څخه ۱۳۷۱ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي.
د خبرپاڼي په حواله ۷۰۶ کورنۍ د تورخم د لاري، ۸۰ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک دلاري، ۲۹ کورنۍ د نيمروز د پل ابريشم د لاري، ۵ کورنۍ د پکتيکا د انګور اډې، ۶ کورنۍ د هلمند د بهرامچې د لاري او ۵۴۵ کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري افغانستان ته راغلي دي.
د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د ایران او پاکستان څخه لا هم دوام لري او په وروستیو ورځو کي ئې کچه لوړه سوې ده.
د ایران چارواکي وایي، د روان کال له پیل څخه تر اوسه ۱.۷ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته شړل سوي دي