تېره ورځ شاوخوا ۲۹ زره افغان کډوال د ايران څخه افغانستان ته راغلي

د ط..البانو د کډوالو د ستونزو د حل له پاره عالي کمېسیون اعلان کړی، چي د پنج شنبې په ورځ، ۲۸۵۹۳ افغان کډوال د ايران څخه شړل سوي او افغانستان ته راغلي دي.
د دغه کمېسيون څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۲۱۸۸۱ افغان کډوال د اسلام‌ کلا لاري او ۶۷۱۲ نور افغان کډوال د ابریشم د پل د لاري افغانستان ته راغلي دي.
بايد وويل سي، چي دغه افغان کډوال پر داسي مهال افغانستان ته راغلي، چي د کور توکي او وسايل ئې ټول په ايران کي پاته سوي، اوس دغه افغان کډوال د سرپناه، خوړو، روغتيا او کار موندلو په برخه کي مرستي ته اړتيا لري.
دغه کډوال د ط..البانو او اړوند ادارو څخه په دغه برخه کي د همکارۍ غوښتنه کوي.