د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست وايي، چي د سې شنبې په ورځ د سپين بولدک د لاري د افغان کډوالو ۱۹۳ کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۱۱۲۰ تنه کېږي د پاکستان څخه کندهار ته راغلي دي.
د ياد رياست په خبره چي دغه افغان کډوال ئې د ثبت او راجستر وروسته خپلو اصلي سيمو ته استولي دي.
دغه راز د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست ويلي، چي په همدې ورځ ۴۰ تنه د افغان کډوالو بنديان د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي.
د ياد رياست په خبره چي دغه افغان کډوال چي يو شمېر کسانو ئې قانوني اسناد هم درلودل؛ خو بيا هم د پاکستان د دولت له خوا نيول سوي وو ، چي تر څو ورځو د زندان تېرولو وروسته ازاد سوي او کندهار ته راغلي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي په دې وروستيو کي د پاکستان او ايران څخه زرګونه افغان کډوال په زور او جبر شړل سوي او افغانستان ته راغلي، چي دلته افغانستان کي سرپناه، کار، روغتيايي خدماتو او دې ته ورته نورو اساسي خدماتو ته اړتيا لري.