تېره ورځ ۸۵۴ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي

د ط..البانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدني عالي کميسيون د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي د جمعې
په ورځ ۸۵۴ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۴۲۶۸ تنه کېږي د ايران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د پاکستان څخه راغلي افغان کډوال د پاکستان دولت په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي او افغانستان ته راغلي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه افغان کډوال د سپين بولدک، تورخم، بهرامچې، اسلام کلا او د وريښمو د پله د لاري افغانستان ته راغلي دي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي پاکستان د خپلي خاوري څخه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ چټکه کړې ده او هره ورځ زرګونه افغان کډوال د خپلي خاوري څخه باسي او افغانستان ته ئې لېږي