څه موده وړاندي د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کي د ۵۰ لوبډلو ترمنځ ټېپبال کرېکټ سیالۍ پیل سوي وې، چي په پایله کي د ثناء لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو په پایلوبه کي ثناء او شمشاد ایګل لوبډلي مخامخ سوې، چي شمشاد ایګل د پچي په ګټلو سره په ټاکلیو ۸ اورونو کي د ۴ لوبغاړو په زیان سیالي لوبډلي ته ۱۰۰ منډي هدف وټاکه.
پر وړاندي یې ثناء لوبډلي ټاکل سوی هدف په اووم اور کي پوره کړ او د دې سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.