جرمني اسرائیلو ته د پوځي تجهيزاتو صادرول بند‌ کړي

د اسرائیلو له خوا د غزې تړانګي د پوځي عملیاتو د پراخولو او بشپړ کنټرول اعلان وروسته، د جرمني حکومت دغه هیواد ته د پوځي تجهیزاتو صادرات بند کړل او د فوري اوربند غوښتنه ئې کړې.
د جرمني لومړي وزیر، فریدریش مرتس په یوه بیان کي ويلي، چي تر بلي خبرتیا پوري به اسرائیل ته هېڅ ډول وسلې یا تجهیزات چي کېدای سي په غزه کي وکارول سي، صادر نه سي.
مرتس د اوربند د خبرو پیل د جرمني له اصلي لومړیتوبونو څخه وبلل او په غزه کي ئې د ملکي وګړو له سختو کړاوونو ژوره اندېښنه وښوده.