جنوبي کوریا: په افغانستان او پاکستان کي د بشري مرستو پروژې ارزوي او څېړنه یې کوي

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت وايي چي د افغانستان او پاکستان لپاره ځانګړی استازی به یې په افغانستان کي د جنوبي کوریا د بشري مرستو پروژې د نړیوالو سازمانونو په همکارۍ و ارزوي او څېړنه به یې وکړي.

دغه وزارت د افغانستان د بشري مرستو د دفترونو له استازو سره له یوې مجازي ناستي وروسته په دې اړه یو بیان خپور کړی.

په دې بیان کي یادونه سوې چي دا پروژې په افغانستان کي د نړیوالو سازمانونو له لاري عملي سوي دي.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ډاډ ورکړی چي هیواد به یې د افغانستان د بشري بحران د هواري لپاره خپلي مرستي ته دوام ورکړي.

دا مرستي په ځانګړي توګه د خوړو د کمښت د حلولو، د طبیعي پېښو د ځواب ویلو، د زیان منو ډلو لکه ښځو او کوچنیانو ملاتړ کولو، کډوالو او کورنیو بې ځایه سویو ته په مرسته رسولو باندي متمرکزي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *