جوبایډن : اسراییل دي د ایران د تېلو پر تاسیساتو برید نه‌کوي

د امریکا د متحده‌ایالتونو ولسمشر جوبایډن وایي، تر اوسه په‌دې اړه پرېکړه نه‌ده سوې چي اسراییل ایران ته څه ډول ځواب ورکړي، خو هغه سپارښتنه کوي چي اسراییل دي د ایران د تېلو پر تاسیساتو برید نه‌کوي.
بایډن دغه څرګندوني د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کي یوه ورځ وروسته له هغه وکړې چي ویلي یې وه، پر دغسي بریدونو خبري رواني دي.
بایډن وویل، که دی د اسراییل پر ځای وای نو به یې د ایران د تېلو له تاسیساتو پرته په نورو بدیلو هدفونو فکر کړای وای.
بایډن زیاته کړه چي اسراییل پر دې هیواد د ایران د تېري سه‌شنبې د ورځي د توغندوییز پراخ برید په وړاندي د غچ اخیستونکي اقدام په اړه کومي نتیجې ته نه‌دی رسېدلی، چي د دې هیواد په وړاندي څه ډول او څرنګه اقدام ترسره کړي.
د امریکا د ولسمشر تر دې څرګندونو مخکي پرون د ایران لوی مشر ایات‌‌الله علي خامنه‌یي په تهران کي د جمعې په خطبه کي پر اسراییل د ایران برید قانوني او مشروع وباله او ویې ویل چي که اړتیا وي تهران به بیا هم دغه کار ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *