د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن وايي، متحدهایالات هڅه کوي، د اوکراین لهخوا د روسیې پر ضد په روانه جګړه کي د اوږده واټن ویشتونکو وسلو پر کارولو بندیز پای ته ورسوي.
متحدهایالات لهدې مخکي پهدې برخه کي چي اوکراین ته په روسیه کي دننه په امریکايي وسلو د حملو اجازه ورکړي که نه، زړه نازړه وو، ځکه دا اندېښنې وې چي جګړه به لا پراخه سي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي تېره اوونۍ له لوېدیځو هیوادونو وغوښتل چي دا بندیز پای ته ورسوي.
هغه په جرمني کي په یوه غونډه کي د لوېدیځو هیوادو دفاعي چارواکو ته وویل، دوی باید د روسي ځواکونو پر ضد په مبارزه کي د اوکراین وړتیاوي محدودي نهکړي.
په غونډه کي د امریکا دفاع وزیر لویډاوسټین وویل، د دې بندیز لیري کېدل به د جګړې لوری بدل نهکړي.