جوبایډن : په غزه کي پر یوه اوربند توافق کولای سي ایران د اسراییل پر ضد له غچ اخیستونکي برید څخه راوګرځوي

ایران ژمنه کړې چي په تهران کي د حماس د پخواني سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو غچ به واخلي.
جوبایډن ټینګار کړی چي دی به د غزې په جګړه کي د اوربند د رامنځته کولو او د اسراییلي یرغملو د خلاصون لپاره له هڅو پر شا نه‌سي.
رویټرز خبري اژانس د سه‌شنبې په ورځ د درې ایراني سرچینو له قوله راپور ورکړی، چي یوازي په غزه کي د اوربند ټینګېدل کولای سي اسلامي جمهوریت د اسراییل پر ضد له مستقیم برید څخه راوګرځوي.