جوبایډن یوځل بیا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو دفاع وکړه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن یوځل بیا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو دفاع وکړه، خو ویې ویل چي دا یوه سخته، خو سمه پرېکړه وه.

بایډن دغه څرګندوني پرون د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ کلنۍ غونډي ته په وینا کي وکړې.

جوبایډن د ۲۰۲۱م کال په دوبي کي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال ځانوژونکې حمله چي ۱۳ امریکایي سرتېري او له ۱۷۰ زیات افغانان پکښي ووژل سول او مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلي ومنی یوه تراژیدي وبلله.

انتقاد کوونکي د بایډن اداره تورنوي چي له افغانستان څخه په ګډوډۍ کي د امریکایي ځواکونو د وتلو په نتیجه کي یې پخوانی حکومت ړنګ او طالبان بیا واک ته ورسېدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *