جو بایډن د امریکا د جمهوري ریاست انتخاباتو څخه تېر سو او د کاملا هریس ملاتړ یې څرګند کړ

د متحده ایالاتو جمهور رئیس او د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره د دیموکرات ګوند کاندید، جو بایډن اعلان کړی چي له کاندیدېدو تیریږي.
جمهور رئیس په اعلامیه کي ژمنه کړې چي د جمهوري ریاست پاته دوره به پوره کوي کوم چي د ۲۰۲۵ کال د جنوري میاشتي په ۲۰ مې پای ته رسیږي.
سره له دې چي بایډن په لومړنۍ اعلامیه کي د خپل ځای ناستي په هکله څه نه وه ویلي، خو لږه شیبه وروسته یې د ګوند کاندیدي په توګه د خپلي اوسنۍ مرستیالي، کاملا هریس ملاتړ څرګند کړ.
بایډن همدرانګه پر دیموکراتانو ږغ کړی چي مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ته د ماتي ورکولو لپاره یو لاس سي.