حال وش: د ايران سرحدي پوليسو يو ۲۷ کلن افغان وژلی

د بشر حقونو سازمان حال وش خبر ورکړی، چي د ايران سرحدي پوليسو د عبدالمنان په نوم يو ۲۷ کلن افغان ويشتلی او وژلی دئ.
دغه سازمان په خپل نشر سوي راپور کي ويلي دي، چي د ايران سرحدي پوليسو په نيمروز ولايت کي د ايران اوافغانستان پر پوله باندي پر دوو افغانان ټکان کړي، چي پر مهال ئې عبدالمنان وژل سوی او ملګری ئې ټپي سوی دئ.
د دغه سازمان په وينا چي عبدالمنان څو ورځي وړاندي د ايران دولت په زوره د ايران څخه اخراج کړی وو، چي هغه هڅه کول خپل کورنۍ هم د ايران څخه افغانستان ته راولي، خو ايران ته تر تګ وړاندي ايراني پوليسو وژلی دئ.
د حال وش سازمان وايي، چي د ايران پوليسو هغه ته د درېدو خبر هم نه دی ورکړی او تر هرڅه مخکي ئې ټکان ورباندي کړي او وژلی ئې دئ.
بايد وويل سي، چي د ايران او ط..البانو حکومتونو په دې اړه تر اوسه پوري په رسمي ډول څه نه دي ويلي.