د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي د کرکټ په ډګر کي د افغان نجونو د لوبډلي را څرګندېده د خوښۍ خبر بللی دی.
حامد کرزي پر خپله اېکس پاڼه هیله مندي ښودلې، چي د افغان نجونو کرکټ لوبډله به هم د خپلو وروڼو په څېر په نړیوالو لوبغالو کي وځلېږي او د وطن لپاره به ویاړونه وګټي.
ښاغلی کرزی داسي مهال دا څرګندوني کوي، چي تازه په اسټرالیا کي جلاوطنه افغان نجونو د کرکټ لوبډله جوړه کړې ده.
بل لورته د مریلبون کرکټ کلب خیریه بنسټ د کډوالو لپاره د کرکټ نړۍوال صندوق جوړ کړی، چي لومړی ملاتړ به یې افغان ښځینه لوبډله ترلاسه کړي.
دغه صندوق د کرکټ له لاري د افغانانو په ګډون په ټوله نړۍ کي د کډوالو د ملاتړ په موخه جوړ سوی دی.