د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کښي د جاپان د ځانګړي استازي مرستیال هیروفومي میاکي او په افغانستان کښي د دغه هیواد سفیر تاکایوشي کورومایا سره لیدنه کړې ده.
دا لیدنه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوږدمهاله دوستانه اړیکو د پیاوړتیا او د همکارۍ د پراختیا په موخه ترسره سوې ده.
په دغه ليدنه کښي د کابل او توکیو ترمنځ اړیکي د تاریخي او دوستانه اړیکو په توګه یادي سوې دي.
حامد کرزي د جاپان له لوري د تېرو کلونو په اوږدو کښي د افغانستان په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د ښووني او روزني او روغتیا په سکټورونو کښي د وړاندي سوو مرستو ستاینه کړې ده.
نوموړي د دغو مرستو د دوام او پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی، څو د افغانستان خلګو ته په دغو مهمو برخو کښي لا زیاتي اسانتیاوي برابري سي.