حامد کرزی: د عاشورا ورځ په يوالي لمانځل د افغانانو د يوالي نښه ده

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د يکشنبې په ورځ د عاشورا د ورځي په مناسبت ويلي دي، چي د دې هيواد خلګ هر کال په یووالي او اتفاق سره د دې ورځي لمانځنه کوي .
د هغه په وينا افغانستان د اسلامي هيوادونو په منځ کي د یووالي او همدردۍ د یوه بریالي مثال په توګه پېژندل کیږي. هغه هیله څرګنده کړې، چي د افغانستان خلګ د عاشورا د ورځي او د محرم د میاشتي له روحانیت او برکت څخه په ګټي اخیستني، په یووالي او یو ږغ د یوه پرمختللي، سوکاله او د علم او پوهي څخه برخمن افغانستان له پاره هڅه او کوښښ کوي