حامد کرزی وايي، د سیمي هیوادونه دي د افغانانو د ستونزو د حل لپاره هڅي او ابتکار وکړي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي سره د لیدو پرمهال ټینګار کړی چي د سیمي هیوادونه دي د افغانانو د ستونزو د حل لپاره هڅي او ابتکار وکړي.

حامد کرزي له قُمي سره پرون په کابل کي د لیدو پرمهال دا خبره وکړه، خو د ایراني رسنیو په وینا ښاغلي کرزي د دې هڅو او ابتکار په اړه جزییات نه‌‌دي ورکړي.

کاظمي قُمي پرون د دفاع او بهرنیو چارو د سرپرست وزیرانو په ګډون د هغوی له یوشمېر چارواکو سره هم په کابل کي لیدني کتني لرلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *