حرمین شریفین: میاشت ولیدل سوه، سبا جمعه د ذی الحجې لومړۍ ورځ ده

د سعودي عربستان د هلال کمېټې راپور ورکړی چي نن د ۱۴۴۵ کال د ذی الحجې میاشت راښکاره سوه، د ذی الحجې میاشت به سبا د جمعې په ورځ د جون په ۷ او د غبرګولي په ۱۸مه پیل سي.
په دې سره به د حج ورځ «عرفات» د جون په ۱۵مه او د غبرګولي په ۲۶مه د شنبې په ورځ وي.
دغه راز د لوی اختر ورځ به د جون په ۱۶مه او د غبرګولي په ۲۷مه ورځ وي.