حزب‌الله وايي، د اسراییلو پر یوه پوځي اډه یې تر ۲۰۰ ډېر میزایلونه توغولي دي

د لبنان حزب‌الله وايي، د اسراییلو پر یوه پوځي اډه یې تر ۲۰۰ د ډېرو میزایلونو حملې د اسراییلو د هغه برید په غبرګون کي کړي کوم چي په پایله کي یې د دې ډلي یو مهم قوماندان ووژل سو.
دا د لبنان او اسراییلو د سرحد په اوږدو کي د تېرو څو میاشتو نښتو په ترڅ کي د حزب‌الله له‌خوا چي ایران یې ملاتړ کوي، تر ټولو لوی برید بلل کیږي.
تراوسه د دې برید له کبله د ځاني تلفاتو راپور نه دی ورکړل سوی.
د اسراییلو پوځ پرون تایید کړه چي یوه ورځ مخکي یې محمد نعمه ناصر چي د لبنان په جنوب کي د حزب‌الله له درېیو مهمو قطعو څخه د یوې قوماندان وو وژلی دی.