حليم فدايي:‌ د ط..البانو اداره د فکري پلوه ويشل سوې ده

پخوانی والي او سياستوال حليم فدايي پر خپله ايکس پاڼه باندي د ط..البانو له خوا په افغانستان کښي د غزې د خلګو سره د خواخوږۍ په بهانه رهبري سوي لاريون ته په اشاره سره وايي، چي ط..البانو پرون پرېکړه وکړه، چي د هيواد څخه بهر ج.هاد کول منع دي مګر نن بيا د غزې د خلګو په ملاتړ لاريونونه کوي هغه وايي دا د ط..البانو په منځ کښي د فکري ويش يو څرګنده نښه ده.
فدايي په خپل ايکس پاڼه کاږي:«پرونۍ پرېکړي او د نن ورځي د مظاهرو ترمنځ توپیر دا څرګندوي چي د ط..البانو اداره له فکري پلوه وېشل سوې ده. له دې څخه دا هم معلومېږي چي د دوی په منځ کښي ځیني کسان د دوحې او ځیني نور د کچلاغ پر محور سیاست پر مخ وړي.»
هغه وايي چي ط..البانو مشران د دغه لاريون په وسيله د خپلو هغه ط..البانو ذهن بدلول غواړي، چي د افغانستان څخه بهر د ج.هاد څخه د‌ منع کولو له امله ئې احساسات پارېدلي وو، اوس ئې مشران هڅه کوي، چي په دغه لاريونو سره هغه مصروفه وساتي.
فدايي ليکي، چي ترڅو پوري به ط..البان دا ډول سياست مخ ته وړي:«دغه مظاهرې تر ډېره د داخلي صفونو د مدیریت او کنټرول له پاره ترسره سوي ښکاري. اما ترڅو به داسي غولوونکی سیاست پرمخ وړي، بالاخره به ئې اصلي څېره ښکاره سي.»
حليم فدايي د افغانستان له پاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي ته په کنايه کښي ويلي، چي د ط..البانو د‌دغو لاريونونو او دوه متضادو حرکتونو اړوند ټويټ څه وخت کوې، هغه ليکلي دي:«ط..البانو پرون له هیواده بهر ج.هاد منع اعلان کړ او دا اعلان د ط..البانو په لیکو کښي د دوی د ځینو شیخانو غصه راوپاروله. نن بیا د فلسطین په ملاتړ مظاهرې سوي دي. خلیلزاد صیب چېري دئ، لږ دې ته هم ټویټ وکړئ، چي په یوه حرکت کښي دوه متضاد دریځونه څه مانا لري؟»

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *