حماس اعلان کړی، چي په غزه کي ئې خپله اداره منحل کړې او چمتو ده د دې سیمي چاري د فلسطیني تخنیکي متخصصینو یوې خپلواکي

حماس اعلان کړی، چي په غزه کي ئې خپله اداره منحل کړې او چمتو ده د دې سیمي چاري د فلسطیني تخنیکي متخصصینو یوې خپلواکي کمېټې ته وسپاري.
د دې ډلي په وینا، چي دا پرېکړه ئې د سولي د هڅو د ملاتړ له پاره کړې ده.
حماس ټینګار کړی، چي دولتي ادارې او کارکوونکي به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او د غزې په ځینو برخو کي به امنیتي مسئولیتونه هم پر خپل ځای پاته وي.

حماس وایي، دا ګام د امریکا په ملاتړ د سولي د طرحي د پرمختګ له پاره اخیستل سوی، خو د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اختلافونو له امله د دې طرحي پلي کېدل لا هم له ځنډ سره مخ دي.