حنفي: د ط..الب مخالف د خدای مخالف دئ

د ط..البانو د امر ب.المعروف او نهي عن الم.نک.ر وزیر خالد حنفي وایي چي د ط..البانو مخالفین د خدای دښمنان دي.
د حنفي په وینا، ط..البان باید شکر وباسي چي مخالفین ئې دښمنان ګڼي.
هغه ټینګار کړی چي ط..البان باید د بندیزونو څخه بېره و نه کړي ځکه دا بندیزونه د خدای د دښمنانو له خوا لګول کیږي.
حنفي زیاته کړې: «حضرت ابراهیم خدای وژغوره، هماغه خدای اوس هم سته او موږ باید د بندیزونو له امله شکر وباسو او ونه بېريږو.»
هغه دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي تراوسه پوري ط..البان د‌ نړۍ اسلامي هيوادونو هم په رسميت نه دي پېژندلي او هغوی ويلي ترڅو چي ط..البانو د ښځو حقونه ور نه کړي تر هغه وخته پوري ئې په رسميت نه پېژنو. د ط..البانو د سختي پاليسۍ له امله زيات افغانان د دغي ډلي سره خلاف دي