حکومت د کانکور ازمویني لپاره د نوملیکنې بهیر د پيل اعلان کړی

د آزموینو ملي ریاست د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د کانکور ازموینې لپاره د نوملیکني د بهیر د پيل اعلان کړی دی.

دغه ادارې د یکشنبې په ورځ د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي چي په ښوونځیو او دیني مدرسو کي داوطلبان کولای سي د ازمویني لپاره فورمې ډکي کړي.

په دې اعلاميه کي ويل سوي چي د دې ازمويني داوطلبان تر را رواني جدي میاشتي وخت لري چي په دې ازموينه کي د ګډون لپاره نومليکنه وکړي.

په کانکور کي د ښځو د ګډون په اړه څه نه دي ویل سوي.

د اسلامي امارت په رامنځته کېدو سره تر شپږم ټولګي پوري نجوني له زده‌کړو بې برخي سوې او نجوني حق نه لري چي پوهنتون ته ولاړي سي او د کانکو په ازموينه کي ګډون وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *