حکومت وايي، د یوه تاجکستاني تبعه په شمول یې د داعش ډلي یوشمېر وسله‌وال بریدګر نیولي دي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن دوشنبه په یوه بیان کي چي پر خپله ایکس‌پاڼه یې خپور کړی ویلي، دغو کسانو د فرامینو د تعقیب او نظارت د ریاست یا پخوانۍ لویي څارنوالۍ پر کارکوونکو په برید کې لاس درلود.

په هغه برید کي چې د سنبلې په ۱۲مه سوی وو د چارواکو په خبره ۶ کسان وژل سوي وو او ۱۳ نور ټپیان وو.

خو د افغانستان د څارنوالانو فدراسیون ویلي وه، په هغه برید کي لږ تر لږه ۱۶ افغان څارنوالان وژل سوي وه.

مجاهد زیاته کړې چي نیول سویو کسانو په کابل یو شمېر نورو سیمو او دغه راز په بامیانو کي پر بهرنیو سېلانیانو په برید کي هم لاس درلود.

د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد همداراز ویلي، چي د داعش خراسان ولایت وسله‌وال د ځینو استخباراتي سازمانونو په مرسته بلوچستان او خیبرپښتونخوا ته انتقال سوي.

د هغه په وینا، داعش اوس هلته روزنیز کمپونه لري او له هغه ځایه پر افغانستان او ځینو نورو هیوادونو بریدونه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *