خان جان الکوزی: د هند د ويزو ورکړه افغان سوداګر د پاکستان د محتاجۍ څخه خلاصوي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني مرستيال خان جان الکوزي پر خپله ايکس پاڼه کاږي؛ د افغانستان له پاره د هند د ويزو بيا پېل يو ښه زيری دئ. د هغه په خبره چي هند افغانان په ځانګړي ډول ناروغان او سوداګر د پاکستان د محتاجۍ څخه خلاصوي.
هغه وايي چي نور به افغان سوداګر هند ته تګ راتګ کوي او د پاکستان د احسان څخه به خلاص وي.
خان جان الکوزی وايي:«د هند د ويزو سره به ناروغان او تجاران تګ راتګ هند ته په اسانۍ سره کوي، ښه اقدام ئې ګڼم چي د پاکستان له احسان او محتاجیو خلاص سو.»
د يادوني وړ ده، چي هند تر څلور کاله ځنډ وروسته يو ځل بيا افغان سوداګرو، هنرمندانو، ناروغانو او محصلانو ته د انلاين ويزو د ورکړي بهير پېل کړی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *