د سولي په چارو کي د افغانستان له پاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر څرګندونو وروسته ويلي دي، چي ډېر احتمال سته چي امريکايي ځواکونه يو ځل بيا د بګرام هوايي اډې ته وګرځي.
هغه ويلي که افغانستان کي د امريکايي اتباع د نيول سوو بنديانو ستونزه حل سي نو د امريکا او ط..البانو ترمنځ به يو شمېر تړونونه هم وسي.
خليلزاد ويلي چي د ترهګرۍ ضد مبارزه کي د بګرام د هوايي اډې د موثر والي څخه سترګي نه پټېږي او د ترهګرو د منځه وړل اوږدې مبارزې ته اړتيا لري.
بايد وويل سي چي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنج شنبې په ورځ ويلي چي امريکا غواړي يو ځل بيا د بګرام هوايي اډې واک تر لاسه کړي