د افغانستان د سولي له پاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد، له ایراني چارواکو غوښتي چي افغان کډوال د انساني کرامت په نظر کي نيولو سره بېرته افغانستان ته ولېږي. هغه په خپله ټولنیزه شبکه اېکس کي لیکلي چي د ایراني پولو څخه د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښمنوونکي راپورونه ئې ترلاسه کړي.
خلیلزاد ټینګار کړی چي د کډوالو د ایستلو بهیر باید کرار سي او له افغان او نړۍوالو مرستندویو ادارو سره بايد همغږي رامنځ ته سي، تر څو راستنېدونکي کډوال له ستونزو سره مخ نه سي او په ارام ډول خپل هيواد ته راسي. هغه زیاته کړې چي ډېری ایستل سوي افغانان په هيواد کي داوسېدو له پاره مناسب ځای نه لري او افغانستان، چي لا هم له جګړې او بېوزلۍ سره مخ دی ، نه سي کولای دا لوی شمېر راستنېدونکي کډوال په چټک ډول جذب کړي.