خلیلزاد وايي، د دوحې تړون پټي برخي د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړه نه دي

د افغانستان د سولي لپاره د امریکا د متحده‌ایالاتو پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د دوحې د تړون پټي برخي د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړه نه دي.

خلیلزاد په یوه پاډکسټ کي چي پرون “دوحه ډیبیټز” خپور کړ، وویل د دوحې د تړون محرمي برخي د ترهګرۍ او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ارتباط دي.

د امریکا متحده‌ایالاتو د۲۰۲۰م کال د فبروري په ۲۹مه له طالبانو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کي د سولي تړون لاسلیک کړ.

د دې تړون یو شمېر مادې له رسنیو سره شریکي شوي او یو شمېر یې نه دي شریکي سوي.

په پروني پاډکسټ کي خلیلزاد زیاته کړه چي د دوحې تر تړون مخکي د سولي د خبرو پر مهال واشنګټن هغه وخت دا نظر درلود چي د ځواکونو ایستل باید د طالبانو او افغان حکومت تر منځ له موافقې سره مشروط نه سي، ځکه چي افغانان په خپلو کي توافق ته نه رسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *