د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف د ط.. البانو د رئيس الوزا د اقتصادي مرستيال م.لاعبدالغني برادر د هغو څرګندونو په بدل کي چي افغان سوداګر دي د پاکستان پر ځای د سوداګرۍ له پاره بله بديله لار غوره کي ويلي چي د افغانستان دغه پرېکړه د پاکستان په ګټه ده.
هغه ويلي چي د پاکستان بازارونه به ثبات پيدا کړي او د سوداګرۍ په نوم ترهګري چي پاکستان ته راوړل کېږي د هغه به هم مخه نيول سوې وي.
م.لا عبدالغني برادر تېره ورځ د يوې غونډي پر مهال ويلي چي د پاکستان سره دي سوداګري راکمه سي او د پاکستان سره به افغانستان لاري تر هغه وخته تړلي وي، ترڅو د پاکستان څخه د باور وړ تضمين نه وي اخيستل سوی.