خواجه آصف: پاکستان افغانانو ته پناه ورکړې؛ خو هغوی ترهګريز فعاليت کوي

د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد اصف پر خپله اېکس پاڼه باندي ليکلي دي، چي د پاکستان دولت او ولس افغان پناه غوښتونکو ته پناه ورکړې او په خپل هيواد کي ئې د اوسېدو امن ځای ورکړی؛ خو هغوی د پاکستان د دغي نيکۍ په بدل کي ترهګريز فعاليتونه کوي.
خواجه آصف پر خپله اېکس پاڼه باندي ادعا کړې، چي افغان ط..البان د وسله والو ترهګرو ملاتړ کوي او هغوی د پاکستان خاوري ته رالېږي او دلته ترهګريز فعاليتونه کوي.
هغه ويلي، چي په پاکستان کي د افغان اتباعو شتمني، کور او هرڅه خوندي دي؛ خو ادعا کوي چي اوس همدا کسان د ترهګرو ملاتړ کوي او د پاکستان د نا امنه کېدو کوښښ کوي.
بايد وويل سي، چي پاکستان څو ځله په افغانستان کي واکمن ط..البان تورن کړي، چي د وسله والو ملاتړ کوي او پاکستان ته ئې لېږي؛ خو ط..البانو د پاکستان د دغو چارواکو ادعاوي رد کړي او ويلي ئې دي چي د افغانستان د خاوري څخه اوس هېچاته خطر نسته.