د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف هند ته د ط..البانو د بهرنيو چارو د وزير اميرخان متقي سفر ته په اشاره ويلي دي، چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکي سمي نه دي.
هغه ويلي د پاکستان د ايجاد څخه تر اوسه پوري افغانستان د پاکستان سره دوستانه او سالمي اړيکي نه دي ساتلي.
هغه ويلي، چي اسلام اباد باید په خپلو بهرنیو اړیکو کي خپل ملګري او دښمنان وپېژني.
خواجه اصف ويلي:«د یوه سیاستوال یا یو پاکستاني په توګه وایم، موږ باید خپل دوست او دښمن وپېژنو. که تاریخ ته وګورو چي افغانستان وروستی هیواد و چي پاکستان ئې په رسمیت وپېژاندی او له هغه وخت څخه ، تر اوسه افغانستان زموږ سره نه دوستي کړې او نه ورورولي.»
دا په داسې حال کي ده، چي پاکستان په تېرو شلو کلنو کي ط..البانو ته په پاکستان کي پناه ځای ورکړی وو، خو اوس بيا د ط..البانو څخه ناراضه دئ.