داعش په بدخشان کي د طالبانو پر موټر د چاودني مسوولیت پر غاړه واخیستی

د داعش خراسان څانګي د بدخشان په مرکز کي د نظامیانو پر یوه موټر د پرونۍ چاودني مسوولیت منلی دی خو په اړه یې نور څه نه دي ویلي.
دغه ډلي پر خپل ټیلیګرام د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چي پر نظامیانو د برید لپاره یې چاودیدونکي توکي په یوه موټرسایکل کي ځای پر ځای کړي وه.
د بدخشان چارواکو ویلي، وه چي د فيض اباد ښار د جوزګون په سيمه کي د ماين په چاودنه کي درې نظامیان وژل سوي او پنځه نور ټپيان دي.
خو ځینو سرچینو بیا په دې پېښه کي د ۷ تنو د وژل کېدو او څوارلس نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی وو.
دغه چاودنه پر داسي مهال د نظامیانو پر موټرونو سوې وه چي هغوی د کوکنارو ماتولو د کمپاین په موخه روان وه.