دافغانستان په چارو کي د پاکستان پخواني استازي آصف دراني ويلي، چي د کابل پر ضد د هوايي بریدونو ګواښ د حل لاره نه ده او باید له لفظي شخړو ډډه وسي.
درانی وايي په افغانستان کي د تحریک ط..البان پاکستان شتون او له دې ډلي ملاتړ د اسلاماباد غوسه راپارولې او دا خبره ټولو ته څرګنده ده.
هغه زیاته کړې، چي د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه آصف، باید له لفظي ګواښونو ډډه وکړي.
دراني ویلي پارونکي او توندي څرګندوني یوازي سیمهییزه فضا زیانمنوي او ډیپلوماټیک فرصتونه محدودوي.
هغه ټینګار کړی چي د هوايي بریدونو پر ځای، پاکستان باید دقیقا استخباراتي معلومات زيات کړي، څو هغه شبکې له منځه یوسي، چي په پاکستان کي ناامنيو ته لمن وهي.
د دراني په وینا، اسلاماباد باید هغه سوداګریزي لاري بېرته پرانیزي چي د تېر کال د اکتوبر له ۱۱مي راهیسي تړل سوي دي.
د پاکستان د دفاع وزیر تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چي که اړتیا وي، د کابل پر ضد له هوايي بریدونو به ډډه ونه کړي.