دافغان مېرمنو د حقونو فعالاني: نړيوال سازمانونه بايد پر افغان مېرمنو د لګېدلو محدوديتونو پر وړاندي څرګند دريځ غوره کړي

په ‌‌داسي حال کي چي ټاکل سوې نن او سبا “اګسټ ۲۹مه او ۳۰مه” د اسلامي همکاریو د بهرنیو چارو وزیرانو ۵۰مه غونډه وسي، د افغان مېرمنو د حقونو یو شمېر فعالاني پر دغه سازمان ږغ کوي چي افغانستان کي د ښځو او نجونو پر وړاندي د مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو پر وړاندي څرګند دریځ غوره کړي.

د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر هم برخه اخيستې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وایي، ملا امیر خان متقي به د کوربه هيواد او د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره دوه اړخیزي غونډي هم وکړي.

امیرخان متقي د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په ۲۱مه په پاکستان کي د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کي ویلي وو، چې حکومت بشري حقونو او د ښځو حقونو ته ژمن دی، په ډېره برخه کي یې ډېر څه کړي او نور اقدامات به هم وکړي.

د افغانستان په ګډون د اسلامي همکاریو سازمان ۵۷ غړي لري چي وخت نا وخت په اسلامي هيوادونو کي د مهمو موضوعاتو په اړه غونډي کوي.