د بې ځايه سوو نړۍوال سازمان په نشر سوې اعلاميه کي د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتنه کړې، چي د افغان متحدينو(p1, p2, p3) د کډوالۍ بهير دي بغير له ځنډه څخه پيل کړي.
د ياد سازمان په خبره، چي دغو افغانانو د امريکا د دولت له پاره په افغانستان کي خورا زياتي قربانۍ ورکړي او اوس بايد هير نه سي.
دغه سازمان ويلي، چي د يادو افغانانو د کډوالۍ قضيه مخ ته وړل د دوی قانوني حق دئ او بايد ورڅخه محروم نهسي.