دتورخم تعقيب: دتورخم لاره تر نښتي وروسته تړل سوي

تورخم تعقيب: عیني شاهدان وايي افغان لوري ته د سر زیان اوښتی دی

عیني شاهدانو څراغ ټلویزيون ته ویلي، چي جګړه اوس درېدلې خو لا هم په سیمه کي حالات ترینګلي او افغان ځواکونه ګوته پر ماشه ولاړ دي .

د عیني شاهدانو په وینا د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو په ډزو کي دوه افغان پوله ساتي ځواکونه وژل سوي او يو شمېر ملکي وګړي هم ټپیان سوي، خو کره شمیر یې نه دی معلوم.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پېښه تایدوي او وایي، چي نښته د پاکستاني پوځیانو لخوا په افغان ځواکونو د لومړيو ډزو په پايله کي رامنځته سوه.

ځایي چارواکو تر اوسه په نننۍ پېښه کي د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویلي او نه هم دا معلومه ده، چي پاکستاني لوري ته څومره د سر زیان اوښتی دی.

ويل کيږي، چي د پاکستاني ملېشو په ډزو کي هغه لوډر هم سوځول سوی، چي افغان سرحدي ساتونکو غوښتل ډيورنډ فرضي کرښي ته نژدې پوسته جوړه کړي.

افغان ځواکونو د تورخم ښارګوټي څخه ټول بار وړونکي لارۍ او عام خلګ ايستلي او د جګړې د بيا پيلېدو احتمال سته.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخي افغان ځواکونو د پاکستان بريد ته ځوابي غبرګون وښود.

ددوی په ټکو اوس مهال د دواړو لوريو مسولین له نښتي خبر دي او هڅه کيږي چي د نښتي عوامل پیدا او په راتلونکي کي د داسي پېښو د تکرار مخنيوی وکړي.

پر ټولنیزو رسنیو خپرې سوي ویډیوګاني ښیي، چي په لوی شمېر امبولانسونه سیمي ته روان دي .

د تورخم لار هم اوسمهال د جګړې له امله د هر ډول تګ – راتګ پرمخ تړل سوې ده.