د‌جمعې تر لمانځه وروسته په کابل کښي د‌ غزې د خلګو په ملاتړ لاريونونه سوي

د کابل په بېلابېلو سیمو کښي د جمعې تر لمانځه وروسته، خلګو د غزې د اوسېدونکو په ملاتړ او د اسرائیلو د بریدونو پر ضد پراخ ولسي لاریونونه کړي دي. دا لاریونونه په کابل ښار د وزیر محمد اکبرخان، ده‌افغانان، کارته چهار، ارزان قیمت، کمپنۍ چوک او دشت‌برچي سیمو کښي ترسره سوي دي. دغه لاریونونه د غزې د خلګو پر وړاندي د اسرائیلو د روانو بریدونو د غندني او له فلسطینیانو سره د یووالي د څرګندولو په موخه تر سره سوي وه.
د يادوني وړ ده چي تر دې يوه ورځ وړاندي د ط..البان ادارې د امامانو او ولسي خلګو غوښتي وه، چي د‌جمعې په ورځ د غزې د خلګو له پاره دعاوي او ختمونه وکړئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *