دسپین بولدک پر دروازه را وښتي کډوال دپاکستاني ملیشو دظلم اړند خبري کوي ، جزیات یی لاندي راپور کي دي

د نومبر له لومړۍ نېټه څخه پاکستان د افغانانو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده او تیره ورځ سلګونه کډوالي کورنۍ د بولدک له لارې هیواد ته راغلي دي. دغه کډوال وایي، په پاکستان کي یې شتمنۍ لوټ سوي، کورونه یې پاته سوي او په ډېر ظلم را ایستل سوي دي. بل خوا مسوولین وایي، د راغلو کډوالو لپاره یې د اوسېدو ځای او نور لومړني خدمات برابر کړي دي.