دط..البانو ستري محکمې ويلي، چي د دوشنبې په ورځ ئې په کابل او فارياب ولايتونو کي ۴۰ کسان په عام محضر کي په دورو وهلي

دط..البانو ستري محکمې ويلي، چي د دوشنبې په ورځ ئې په کابل او فارياب ولايتونو کي ۴۰ کسان په عام محضر کي په دورو وهلي.
خبرپاڼه ليکي چي ۳۷ کسان ئې په کابل او درې کسان ئې په فارياب کي د نامشروع اړيکو، د نشه يي توکو د قاچاق او اخلاقي فساد په تور په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
خبرپاڼه زياتوي چي دغه کسان ئې د ۱۵ څخه تر ۳۹ پوري په دورو وهلي او د تنفيذي بند سزا ئې هم ورکړې ده.

بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ راهيسي دغه ډلي په عام محضر کي سلګونه کسان د‌ بېلابېلو جرمونو په تور په دورو وهلي. د بشر حقونو نړۍوالو سازمانو د ط..البانو دغه سزاوي غندلي او د ط..البانو غوښتي چي دغه سزاوي ودروي.