دعدلیې وزیر: حکمتیار ته مو درناوی کړی که یې هغه بې احترامي بولي نو عقل یې کار نه کوي

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي وايي، د ګلبدین حکمتیار د کور په مسله کي یې هغه ته بشپړ درناوی کړی دی؛ خو که حکمتیار دغه درناوی بې احترامي ګڼي، بیا یې عقل کار نکوي او په احترام نه پوهیږي.
هغه په کابل کي یوې غونډي ته د وینا پر مهال ویلي، چي ګلبدین حکمتیار ته یې له کوره د وتلو لپاره د هغه او نورو مشرانو په غوښتنه یوه میاشت وخت ورکړی وو خو هغه بیا هم ونه وتی.
مولوي عبدالحکیم شرعي زیاته کړې، چي په افغانستان کي اوس مهال د احزابو قانون له منځه تللی دی او هر څوک چي د حزب نوم اخلي دا جرم دی.
ده دغه راز د غصب سويو مځکو پر استرداد ټينګار وکړ او زياته یې کړه، چي په دې برخه کي قوميت، ملیت او ژبه هیڅ ارزښت نه لري او قانون به پر ټولو باندي یو ډول تطبيق سي.