دهلمند د حجارۍ او نجارۍ صنعتي فابريکه د ډوبيدو سره مخ ده

د هلمند د حجارۍ او نجارۍ فابریکې ته نه پاملرنه او تولید سوو توکو ته ئې د بازار نشتون دغه لویه صنعتي فابریکه د ډوبېدو سره مخ کړې ده .

که څه هم په ځان بسیاینه د اسلامي امارت د پالیسیو څخه ده ، خو ددغه فابریکې اوسنی حالت د اندېښني وړ او مسولین ئي تمه ښي، چي مرکزي حکومت ورته پاملرنه وکړي .

د هلمند حجاري او نجاري فابریکه ۶۱ کاله وړاندي د هلمند د زرین پېر پر مهال دغه ولایت کي د رخام مرمر ډبري د پروسس په موخه جوړه سول.