د‌څراغ تلوېزيون ليدونکي: تر عام ولس د ط…الب جنګياليو ږغ ژر اورېدل کېږي

څراغ تلوېزيون دوې ورځي وړاندي د فراه څخه د امين الله په نوم د يو ط…الب هغه ويډيو نشر کړې وه، چي شکايت ئې کوئ چي قومندان ئې د ج.هاد د سابقي اسناد نه ورکوي او د ط…البانو د مشرانو څخه ئې د خپل حق غوښتنه کړې وه. د ياد خبر او ويډو تر نشر وروسته د يکشنبې په ورځ د فراه له پاره د ط…البانو والي ياد ط…الب جنګيالی ورغوښتی او د ستونزي د حل ډاډ ئې ورکړی دئ.
بلخوا د څراغ تلوېزيون ليدونکو څراغ تلوېزيون ته په لېږل سوو پيغامونو کي ويلي دي، چي د څراغ تلوېزيون د لاري ئې زيات شمېر ستونزي شريکي کړي، خو پر خپل وخت باندي حل سوي نه دي. د هغوی په خبره چي د ط…الب يو شکايت تر عام ولس تر ستونزو ژر اورېدل کېږي.
هغوي غوښتنه کوي چي د عام ولس او ط…الب ترمنځ بايد فرق و نه سي بلکي دواړه د‌همدې ټولني غړي دي او بايد ستونزي ئې پر وخت حل سي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *