دیمتري پسکوف: دا ډیره مهمه ده چي د افغانستان ګاونډیان د طالبانو سره اړیکي وساتي

د روسیې د جمهوري ریاست د ماڼۍ “کرملین” ویاند دیمتري پسکوف د دغه هیواد دولتي خبري اژانس تاس سره په مرکه کي د قرغیزستان له خوا د تروریستي ډلو د نوملړ څخه د طالبانو ایستلو ته په اشارې ویلي چي دا ډېره مهمه ده چي د افغانستان ګاونډیان د طالبانو سره اړیکي وساتي.

د تاس خبري اژانس د جمعې په ورځ په خپله انټرنیټي پاڼه په دغه خپره سوې مرکه کي د کرملین د ویاند دیمتري پسکوف له قوله ویلي، دا چي قرغیزستان د تروریستي ډلو د خپل نوملړ څخه د طالبانو د ډلي نوم لیري کړی روسیه د قرغیزستان دا پرېکړه درک کولای سي.

د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کي ویلي چي په دغه هیواد کي يې د طالبانو نوم د تروریستي ډلو د نوملړ څخه لیري کړی دی.

دغه وزارت ویلي چي دغه پرېکړه د سیمه ییز ثبات د پیاوړي کېدو او د روان ډیالوګ څخه د ملاتړپه هدف سوې ده.